سپريم کورټ د نجي سکولونو فيس کښې شوي اضافه کالعدم ګرځولي

سپريم کورټ د نجي سکولونو فيس کښې شوي اضافه کالعدم ګرځولي

سپريم کورټ د نجي سکولونو فيس پحقله تفصيلي فيصله جاري کړې چې ترمضه ئې د نجي سکولونو فيس کښې د کال دوه زره اوولسم نه وروستو شوي اضافه ئې کالعدم ګرځولي او حکم ئې کړے چې پرائيويټ سکولونه د قانون مطابق دوباره د فيسونو تعين اوکړي
د چيف جسټس په مشرۍ کښې درې کيسزه بينچ د مقدے سماعت کړي وو وا نن د دې کيس په تفصيلي فيصله جاري کړې شوي
تفصيلي فيصله کښې عدالت د کال دوه زره اوولسم نه وروستو شوي اضافه کالعدم ګرځولي او حکم ئې کړے چې د ټولو سکولونو فيس دے د جنورۍ مياشت کال دوه زره اوولسم پورې مجمد کړې شي
عدالت دا هم وئيلي دي چې فيسونو کښې شوي شل فيصد کمې د والدينو نه اخستلې کيږي
حکم کښې دا هم ليکلې شوي چې پرائيويټ سکولونه د قانون مطابق دوباره د فيسونو تعين کولې شي
د عدالت مطابق د فيسونو د عمل نګراني متعلقه ريګوليټري اتهارټي کوي او د متعله اتهارټي نه منظور کړې شوي فيس به د والدينو نه اخستې شي ولې د والدينو نه اخستې شوي اضافي فيس دې راتلونکي مياشتو فيس کښې ايډجسټمنټ کړې شي
ريګوليټري اتهارټي به د فيسونو د ټولو عمل نګراني کوي او د فيس شکايات ازالې لپاره د کمپلينټ سيل جوړولو حکم هم کړے