سپريم کورټ د نواز شريف خلاف ايون فيلډ ريفرنس کښي د نيب اپيل مسترد کړي

0
36
د پاکستان سالميت او خپلواکۍ باندې به سمجهوته او نه اوکړم: نوازشريف

سپريم کورټ د ميا نواز شريف، مريم نواز او کيپټن صفدر خلاف ايون فيلډ ريفرنس کښي د نيب اپيل مسترد کړي او د سزا معطلي خلاف هائيکورټ فيصله ئي برقرار ساتلي
سپريم کورټ کښي د نواز شريف، مريم نواز او کيپټن صفدر د سزا معطلي کيس سماعت د چيف جسټس په مشري کښي پنځه کسيزه بينچ اوکړو، د سماعت شروع کښي د نواز شريف وکيل خواجه حارث عدالت ته اووئيل چي اوولس قانوني نکاتو باندي عدالت د بحث وئيلي دي،د دي په جواب کښي چيف جسټس اووئيل چي په دي مونږ خبري کړي اول د نيب موقف اورو
د نيب وکيل دلائيلو کښي اووئيل چي سزا معطلي کښي اسلام اباد هائيکورټ قانوني تقاضے په نظر کښي نه دي ساتلي او د کيس په ميرټ باندي ئي بحث کړي، د کوم چي هائيکورټ ته اختيار نه وو او د خصوصي حالاتو په بنياد ئي فيصله کړي وه
چيف جسټس د نيب وکيل ته اووئيل چي مونږ مطمئن کړه چي مونږ ولي او په کومو بنيادونو د هائيکورټ د سزا معطلي فيصله کالعدم کړو
د نيب وکيل اووئيل چي زه د سپريم کورټ د مقدماتو په بنياد وايم چي صرف هارډ شپ په اصولو باندي ضمانت ورکولي شي
جسټس ګلزار اووئيل چي په کوم بنياد نواز شريف ته سزا ورکړي شوي وه هم په هغه بنياد هغه ضمانت شويدي، تاسو خو دغه وجه د سره چيلنج کړي هم نه ده
جسټس کهوسه اووئيل چي هائيکورټ پخپله اووئيل چي دغه ابزرويشن حتمي نه دي خو نيب سره مضبوط بنياد نيشته چي سزا معطل کړي شي او بدقسمتي سره ملزم هم جيل کښي دي او کورټ سره تعاون هم کوي ، دا ټولي خبري د ملزم په حق کښي ځي
عدالت د فريقينو د دلائيلو وروستو د نيب اپيل مسترد کړو او د اسلام اباد هائيکورټ سزا معطلي فيصله ئي په خپل ځائے برقرار او ساتله