سپريم کورټ د پانامه پيپرز متعلق امير جماعت اسلامي لخوا دائر درخواست سماعت لپاره مقرر کړې، جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ کښې به دوه رکني بينچ په نهم جون د کيس سماعت کوي، سپريم کورټ اټارني جنرل پشمول نورو فريقينو ته نوټسز جاري کړي او په نهم جون ئي طلب کړيدي،سراج الحق خپل درخواست کښې د څلور سوه ، شپږ ديرش پاکستانيانو خلاف د تحقيقاتو مطالبه کړي وه
سپريم کورټ د پانامه پيپرز متعلق درخواست سماعت لپاره مقرر کړے، دغه درخواست امير جماعت اسلامي سراج الحق دائر کړے وو چي پکښې د څلور سوه، شپږ ديرش هغه پاکستانيانو خلاف تحقيقاتو مطالبه شوي وه، د چا نومونه چي کال دوه زره اوولس کښې ليک شوے پانامه پيپرز کښې راغلي وو،
جسټس سردار طارق مسعود او جسټس امين الدين باندي مشتمل دوه رکني بينچ په نهم جون د کيس سماعت کوي،
دي سلسله کښي سپريم کورټ اټارني جنرل پشمول ټولو فريقنو ته نوټسز جاري کړي او په نهم جون ئي طلب کړيدي،