سپريم کورټ د پنځه واړه هائيکورټونو د متضاد فيصلو لسټ غوښتې دے

سپريم کورټ وخت ضائع کولو باندي انکم ټيکس کمشنر جرمانه کړې

سپريم کورټ کښې د هائيکورټونو فيصلو خلاف اپيلونو د سماعت معامله، سپريم کورټ د پنځه واړه هائيکورټونو د متضاد فيصلو لسټ غوښتې دے،د ستر عدالت رجسټرار پنځه واړو هائيکورټونو ته جاري کړي شوي سرکلر کښې هدايت کړېدے چې پنځلس ورځو کښې دې تضاداتو باندې مشتمل فيصلوفهرستونه جمع کړي

د سپريم کورټ رجسټرار دفتر د پنځه واړه هائيکورټونو فيصلو کښې تضاداتو په معامله سرکلر جاري کړېدے
سرکلر کښې وئيلي شويدي چې سپريم کورټ کښې د هائيکورټ د فيصلو خلاف اپيلونه زير سماعت دي او دې چيلنج کړي شوي فيصلو کښې د تضاداتو نشاندهي شويده
سرکلر کښې هائي کورټونو ته هدايت شوېدے چې تضاداتو باندې مشتعمل فيصلو مکمل فهرست دې تيار کړي او پنځلس ورځو کښې د سپريم کورټ رجسټرار دفتر کښې جمع کړي