سپريم کورټ د ګلګت بلتستان آئيني حيثېت حوالې سره د مقدمې فيصله محفوظ کړيده

سپريم کورټ د ګلګت بلتستان آئيني حيثېت حوالې سره د مقدمې سماعت مکمل کړې او فيصله ئې محفوظ کړيده ، اټارني جنرل عدالت ته وئيلي چې د حکومت په مسوده د کابينې اعتراضات رامخې ته شويدي ،مسودے ترمخه د ګلګت بلتستان حقوقو لپاره د آئيني ترميم ضرورت دې او دې نه وړاندې يو عبوري انتظام پکار دې ،عدالتي معاون اعتزاز احسن عدالت عظمیٰ ته وئيلي که چرې ګلګت بلتستان پورا صوبه جوړه کړې شوه نو د پاکستان به کشمير باندې موقف کمزورې شي
د چيف جسټس ثاقب نثار مشرې کښې د سپريم کورټ اوه کسيزه لارجر بنچ د مقدمې سماعت کړيدې، په دې موقع اټارني جنرل ګلګت بلتستان حوالې سره د وفاقي حکومت مسوده وړاندې کړې ده
اټارني جنرل عدالت ته اووئيل چې وفاقي حکومت په مسوده باندې کابينې اعتراضات کړيدي ،مسوده کښې وئيلي شوي چې د ګلګت بلتستان حقوقو لپاره د آئيني ترميم ضرورت دې ولې دې نه وړاندې عبوري انتظام پکار دې
هغه اووئيل چې د ګلګت بلتستان اعلیٰ عدالتونو فنډز ګلګت حکومت نه ګلګت بلتستان کونسل ته منتقل کړې شويدي اوکونسل ته د قانون سازۍ اختيار هم ورکړې شويدې
چيف جسټس اووئيل چې د جي بي خلقو ته دې ټول حقوق ورکړې شي ولې قانوني مسئلې نه دي پيدا کيدل پکار
عدالتي معاون اعتزاز احسن اووئيل چې ګلګت بلتستان ته اول د عارضي او بيا د مستقل صوبې جوړولو خبره شوې وه ،دې حوالې سره که چرې پارليمنټ کښې ترميم پيش شو نو پارليمان به ئې پاس کړي
عدالت د ټولو فريقينو دلائل اوريدو نه پس فيصله محفوظ کړه او وې وئيل چې دا به په مناسب وخت اورولې شي