سپريم کورټ غلط بيانۍ باندې په خيبرپختونخوا حکومت پينځه لاکه روپۍ جرمانه لګولې

کورونا وائرس له وجي د عدالتونو نه بندولو فيصله شوي

سپريم کورټ غلط بيانۍ باندې په خيبرپختونخوا حکومت پينځه لاکه روپۍ جرمانه لګولې او دغه جرمانه ئې ايدې فاونډيشن له ورکولو امر کړې،عدالت وزيراعلې خيبرپختونخوا ته غلط بيانۍ کښې ملوث کسانو خلاف د کارروائې هدايت هم کړے دے
سپريم کورټ کښې محکمه کميونيکشن اينډ ورکس ملازمانو بحالۍ خلاف د خيبرپختونخوا حکومت په اپيل سماعت شوې،ايډوکيټ جنرل عدالت ته وئيلې دې چې دوه زره نهه کښې اولس کسان بهرتې کړې شوې وو او هم دغه کال کښې هغوې نوکرۍ نه ويستلې شوې وو،ايډوکيټ جنرل وينا وه چې ويستلې شوې کسان پيښور هائيکورټ کښې درخواست ورکړے وو او عدالت هغوې بحال کړے وو
چيف جسټس ګلزار احمد د ايډوکيټ جنرل نه پوښتنه کړې،چې آيا تا خپل درخواست کتلے دے؟درخواست کښې خيبرپختونخوا حکومت خپله غلطې تسليم کړے ده
ايډوکيټ جنرل عدالت ته اووئيل چې اے او آر نه غلطې شوے وه،چيف جسټس په ايډوکيټ جنرل د برهمۍ اظهار کړې،ريمارکس ئې ورکړې دې چې ولې نه مونږ د ايډوکيټ جنرل ټول دفتر ختم کړو،وزيراعلې ته به وايو چې اے جې آفس کښې نوے لا افسران بهرتې کړې
عدالت په غلط بياني خيبرپختونخوا حکومت باندې پينځه لاکه روپې جرمانه لګولې او دغه جرمانه ئې ايدهې فاونډيشن کښې جمع کولو امر کړې،عدالت د خيبرپختونخوا حکومت اپيل هم خارج کړے دے،عدالت وزيراعلې ته ملوث کسانو خلاف د کارروائې هدايت هم کړے