سپريم کورټ نقيب محسود قتل کيس د سماعت لپاره مقرر کړو

0
80
سپريم کورټ نقيب محسود قتل کيس د سماعت لپاره مقرر کړو

سپريم کورټ نقيب الله محسود قتل کيس د سماعت لپاره مقرر کړو،عدالت به د کيس سماعت د ګل په ورځ کوي ، سماعت به د چيف جسټس ميا ثاقب نثار په مشرئي کښي دري کيسزه بنچ کوي،عدالت دے سلسله کښي اټارني جنرل،ايډوکيټ جنرل او آئي جي سند ته نوټسز هم جاري کړے دي
روان کال په دريارلسمه جنورئ کراچي پوليس د ايس ايس پي ملير راوانوار په مشرئي کښي نقيب محسود په يو جعلي پوليس مقابله کښي د دهشتګردئ په الزام کښي وژلے وو،په سوشل ميډيا او ميډيا معامله مخے ته راتلو نه پس د پيښي تحقيقات اوکړے شو، تحقيقاتي رپورټ کښي ثابته شوه چي نقيب محسود بے ګناه وو او پوليس مقابله جعلي وه،چيف جسټس آف پاکستان هم د دے واقعے نوټس اخستے وو،څه موده راوانوار غائب وو ولي ورستو سپريم کورټ ته پيش شو،کراچي کښي ترهګرئي مخنوي عدالت د نقيب محسود قتل کيس پشمول ټولو کيسونو کښي د راوانوار ضمانت منظور کړے دے او حيرانتيا خبره دا ده چي دومره سنګين کيسونو کښي هم راوانوار ته يوے ورځے لپاره هتکړے نه دي لږيدلے،د راوانوار ضمانتونو منظوريدو باندے په سوشل ميډيا هم سخت تنقيد روان دے