سپريم کورټ پرائيوټ سکولونو فيسونو کښې پينځه فيصده اضافې متعلق د سند هائيکورټ فيصله برقرار ساتلې

0
17
Supreme Court

سپريم کورټ نجې سکولونو فيسونو متعلق محفوظ کړے فيصله واوروله،عدالت پرائيوټ سکولونو فيسونو کښې سالانه پينځه فيصده اضافې متعلق د سند هائيکورټ فل بنچ فيصله برقرار ساتلې او پرائيوټ سکولونو له ئې زياتې اضافې اجازت نه دے ورکړے
چيف جسټس آصف سعيد کهوسه په سربراهۍ کښې د سپريم کورټ درې کيسزه بنچ د پرائيوټ سکولونو فيسونو کښې اضافې متعلق کيس سماعت کړے،سماعت پر مهال عدالت فيسونو کښې اضافې په حقله محفوظ کړے فيصله اورولې ده
عدالت د پرائيوټ سکولونو په حق کښې ورکړے شوے د لاهور هائيکورټ فيصله کالعدم ګرځولې او د سند هائيکورټ فل بنچ فيصله ئې برقرار ساتلې ده
عدالتې فيصله کښې وئيلې شوې چې پرائيوټ سکولونه سالانه پينځه فيصده نه زياته اضافه نه شې کولې او هغوې فيسونه د قانون مطابق وصولولو پابند دې
عدالت د پرائيوټ سکولو فيسونو کښې شل فيصده کمې کولو عبورې حکم هم واپس اخستې ولي پرائيوټ سکولونه ئې فيسونو کښې شوې کمې بقاياجاتو مد کښې وصولولو نه منع کړے دے
ياده دے وې چې تيرکال سند هائيکورټ فيسونو کښې اضافې متعلق د کيس فيصله اورولے وه او پرائيوټ سکولونه ئې زيات نه زيات سالانه پينځه فيصده اضافې پابند کړے وو