سپريم کورټ په سوشل ميډيا او يوټيوب باندي قابل اعتراض مواد نوټس واخستو

سپريم کورټ په سوشل ميډيا او يوټيوب باندي قابل اعتراض مواد نوټس واخستو

سپريم کورټ په سوشل ميډيا او يوټيوب باندي قابل اعتراض مواد نوټس واخستو، جسټس قاضي امين احمد ريمارکس ورکړي چي زمونږ فيصلو باندي عوام ته د خبرو کولو حق حاصل دے خو مونږ ذاتي ژوند هم لرو، په سوشل ميډيا او يوټيوب باندي زمونږ کورونو ته بدي ردي وئيلي کيږې، اخر پي ټې اے څه کوي، ولي ايکشن نه اخلي
سپريم کورټ کښې فرقه وارنه جرم کښې ککړ شوکت علي مقدمي سماعت روان وو چي دي دوران عدالت په سوشل ميډيا او يوټيوب باندي قابل اعتراض مواد نوټس واخستو،
جسټس قاضي امين اووئيل چي مونږ ته د ازادۍ اظهار نه څه مسله نيشته، عوام حق لري چي د ججانو په فيصلو او کارکردګۍباندي بحث اوکړي خوآئين مونږ ته د ذاتي ژوند حق هم راکړيدے
جسټس قاضي امين اووئيل چي پي ټي اے نه ګوري په يوټيوب څه روان دي؟، زمونږ خاندانونو ته خلق بدي ردي وائي، هر سړے په يوټيوب ماما کاکا جوړ شوےدے،
قاضي امين زياته کړه چي تيره ورځ مونږ يو فيصله ورکړه،نو په يوټيوب معامله پورته شوه، مونږ د تحمل مظاهره کوؤ خو دا به ختمول وي،
پي ټي اے حکام عدالت ته اووئيل چي مونږ په انفرادي توګه يوټيوب نه مواد نه شو لري کولے، صرف رپورټ کولے شي