سپريم کورټ کښې باچاخان يونيورسټۍ دپاره زمکه حاصلولو کيس سماعت

سپريم کورټ کښې  باچاخان يونيورسټۍ دپاره زمکه حاصلولو کيس سماعت کښې  د پېښور هائيکورټ  په ضد اپيل مسترد کړېدې

سپريم کورټ دوه کسيزه بنچ د باچاخان يونيورسټۍ دپاره زمکه حاصلولو کيس سماعت کړي دي ، عدالت د خيبر پختونخواه حکومت د پيښور هائيکورټ په ضد اپيل مسترد کړي دي او مارک اپ سره ئي متاثرينو ته معاوضه ادا کولو حکم کړي دي سماعت په موقع جسټس قاضي امين اوويل چي آئين د هر قسمه استحصال ممانعت کوي ، رياست که د ملکي وګړو نه زمکه اخلي نو پکار دي چي مناسب معاوضه هم ورله ورکي ۔ پدي موقع وکيل کے پي کے اوويل که اپيلونه مسترد شول نو يو ارب پنځوس کروړه به اضا في ادا کول وي هغه اوويل چي صوبائي حکومت کښ ترميم نه پس اصل رقم باندي مارک اپ ورکول ختم شوي وو ۔ جسټس منصور علي شاه په خپل ريمارکس کښ اوويل چي متاثرينو ته دي ادائيګي اوکړي شي