سپريم کورټ کښې د اليکشن کميشن ممبرانو حوالې سره سماعت کوونکے بينچ مات شوے

سپريم کورټ کښې د اليکشن کميشن ممبرانو حوالې سره سماعت کوونکے بينچ مات شوے

سپريم کورټ کښې د اليکشن کميشن ممبرانو د تقررۍ کيس حوالې سره سماعت کوونکے بينچ مات شوے، جسټس منظورملک او جسټس سردار طارق مسعود د مقدمې د آورېدو نه معذرت کړيدے،د نوې بينچ تشکيل لپاره ئې معامله چيف جسټس پاکستان ته لېږلے شوېده
سپريم کورټ کښې د اليکشن کميشن د ممبرانو تقررۍ کيس سماعت کوونکے بينچ تحليل شويدے،د بينچ ممبرانو جسټس منظورملک او جسټس سردارطارق مسعود د مقدمې د آورېدو نه معذرت کړيدے، د بينچ ماتېدو وروستو جسټس مقبول باقر د نوي بينچ تشکيل کولو لپاره دغه معامله چيف جسټس پاکستان ته لېږلې ده،واضحه دې وي چې د اليکشن کميشن ممبرانو تقرري عام لوګ اتحاد پارټۍ په سندهائيکورټ کښې چيلنج کړې کومه چې د سند په عدالت کښې زيرسماعت ده، اليکشن کميشن دغه مقدمه اسلام آباد ته د منتقل کولو لپاره سپريم کورټ سره رابطه کړې وه