سپريم کورټ کښې د بے درکه کسانو وکيل رهائې متعلق کيس سماعت شوې

د بے درکه کسانو مقدماتو پيروې کونکے انعام الرحيم خوشې کړي شويدي

سپريم کورټ کښې د بے درکه کسانو وکيل کرنل ريټائرډ انعام الرحيم رهائې متعلق کيس سماعت شوې،وزارت دفاع عدالت ته د کرنل ريټائرډ انعام الرحيم مشروط توګه باندې د رهائې باور ورکړے دے ،
د جسټس مشير عالم په مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ د بے درکه کسانو وکيل کرنل ريټائرډ انعام الرحيم رهائې په حواله د کيس سماعت کړې،
اټارنې جنرل عدالت ته وړاندے شوې ،عدالت ته وئيلې که چرے هغه خپل پاسپورټ جمع او د لیپ ټاپ پاسورډ ورکړې،پنډۍ او اسلام آباد نه بهر نه ځې ، تحقيقاتو کښې تعاون وکړې نو کرنل ريټائرډ انعام الرحيم رها کيدے شې ،
د انعام الرحيم وکيل عدالت ته وئيلې چې مونږ پاسپورټ جمع کولو ته تيار يو خو بائد چې وزارت دفاع هغه رها کړې
جسټس مشير عالم ريمارکس ورکړې چې انعام الرحيم به پاسپورټ جمع کړې،تحقيقات کښې به هم مرسته کوې،رهائې خلاف حکومتې اپيل به ميرټ باندې اوريدے شې،عدالت د کيس سماعت دوه هفتو لپاره ځنډولے دے