سپريم کورټ کښې د جوډيشل کونسل د کارروائي خلاف د جسټس فائز عیسی په اپيل سماعت شوے

سپريم کورټ کښې د جوډيشل کونسل د کارروائي خلاف د جسټس فائز عیسی په اپيل سماعت شوے

سپريم کورټ کښې د جوډيشل کونسل د کارروائي خلاف د جسټس فائز عیسی په اپيل سماعت شوے، وفاق لخوا فروغ نسيم دلائل ورکړي، وائي چې سپريم جوډيشل کونسل ته معامله راتلو نه پس هم جسټس فائزعيسي د جائيداد ترديد نۀ دے کړي، تر اوسه پورا دا واضحه نۀ کړے شوه چې دا جائيداد کله، څنګه او ولې اغيستې شويدې، جسټس عمرعطابنديال وئيلي دي چې دا جائيدادونه د جسټس فائزعيسي د کور ودانې په نوم دي، په دې کښې هيڅ نۀ دي پټ شوي هرڅيز د ټولو په وړاندې دے
د جسټس عمرعطابنديال په مشرۍ کښې د سپريم کورټ لس رکني فل کورټ د جسټس فائزعيسي په درخواست باندې سماعت کړے،وفاق لخوا فروغ نسيم بطور وکيل سپريم کورټ ته پيش شوے، فروغ نسيم الزام لګولےچې جسټس فائزعيسي د لندن جائيداد نه انکار نۀ کوي، تر دې چې معامله کله سپريم جوډيشل کونسل ته هم راغله نو بيا ئې هم ترديد ونۀ کړو،اوس زمونږ دا سوال دے چې دغه جائيداد کله ، څنګه او ولې اخستے شوے، ځکه چې جسټس فائزعيسي په سپريم جوډيشل کونسل کښې هم د خپل کور ودانې او د بچو د جائيدادونو حوالي سره څۀ نۀ دي وئيلي، په دې جسټس عمرعطابنديال وئيلي دي چې ستا ټول کيس د جج ضابطه اخلاف خلاف ورزۍ متعلق دے،ټيکس ريټرن نۀ ظاهرول باندې آرټيکل دوه سوه نهه په جج نۀ لاګو کيږي، قانون ډير واضحه دے، اودا جج ته تحفظ فراهم کوي، تا د اوسه پورې د ضابطه اخلاق خلاف ورزۍ ثبوتونه نۀ دي ورکړي، جسټس فائزعيسي باندې د کرپشن يا د اختياراتو غلط استعمال هيڅ يو الزام نشته، په ججانو پسې اکثر خلق خبرې کوي په دې وجه قانون ججانو ته تحفظ ورکوي، فروغ نسيم وئيلي چې بيرون ملک کښې د مني لانډرنګ په رقم باندې دغه جائيدادونه اخستے شويدي،جسټس عطابنديال وئيلي دي چې مني لانډرنګ فوجداري جرم دے، کومه پيسه چې په قانوني طريقه بهر ته لاړه شي نو هغه مني لانډرنګ نۀ وي،په دې فروغ نسيم وئيلي چې که چرې پيسۀ په قانوني طريقه تلې نو بيا دې ريکارډ وښودلےشي، په جسټس مقبول باقر وئيلي دي چې تا ټوله رياستي مشينري په حرکت کښې راوستي خو بيا هم په لاسو څۀ نۀ دي درغلي،جسټس عمرعطابنديال وئيلي دي چې دا جائيداد د جسټس فائزعيسي د کور ودانې او د بچو په نوم دے، کوم چې هيڅ هم نۀ دي پټ کړے شوي بلکه هر څه ښکاره دي، مونږ خو دا هم کتلي چې اکثر خلق ټرسټ جوړ کړي او اصل مالک تۀ ډډې ته کړي، ټرسټ او آف شورکمپنيانې د اثاثو پټولو د پاره جوړيږي، خو په دې کيس نۀ خو آف شور کمپني شته او نۀ ټرسټ بلکه اصل مالک د ټولو په وړاندې دے، عدالت د کيس نور سماعت ترسبا پورې ملتوي کړيدےم

blank