سپريم کورټ کښې د شاه رخ جتوئى عمر قيد سزا خلاف په اپيل سماعت شوې

سپريم کورټ کښې د شاه رخ جتوئي عمر قيد سزا خلاف اپيل باندې سماعت شويدې،عدالت سوال کړې چې آيا شاه رخ جتوئي جيل کښې دې ،او کنه بل ځائې دې؟ عدالت د مقدمې نور سماعت درې هفتو پورې ځنډولې او وئيلي دې په دغه سماعت به د کيس د ټولو نکاتو جائزه اخيستې شي

دسپريم کورټ درې کسيزه عدالت کښې سماعت په موقع عدالت پښتنه کړې چې د شاه رخ جتوئي صحت اوس څنګه دې، آيا هغه اوس جيل کښې دې او کنه بل ځائې دې؟ شاه رخ جتوئي وکيل لطيف کهوسه عدالت ته وئيلي چې هغه جيل کښې دې د شريک مجرم وکيل عدالت وئيلي چې شاه رخ جتوئي علاج په اړه خبرونه مينځ ته راغلي دي هغه اووئيل چې اووه کاله وړاندې د معاملې روغه شوې ده ولې د کيس تعين اوس ميډيا کوي جسټس جمال مندوخيل اووئيل چې ميډيا تاسو باندې اثر انداز کيديشي ، په عدالت نشي اثرانداز کيدې جسټس مقبول باقر استفسار کړې چې آيا سپريم کورټ کښي کيس ميډيا چلوي ؟د حقيقت نه منافي خبرې نه دي کول پکار عدالت اووئيل چې د کيس د ټولو نکاتوجائزه به راتلونکي سماعت باندې اخيستې شي او سماعت ئې درې هفتو پورې ملتوي کړېدې