سپريم کورټ کښې د نوازشريف په طبې بنيادونو ضمانت په خواست نن سماعت کولي شي

0
10
سپريم کورټ په طبي بنيادونو دنواز شريف خوشي کولو حکم ورکړې

سپريم کورټ کښې به د پخواني وزيراعظم نوازشريف د طبې په بنيادونوضمانت په خواست نن سماعت کولي شي، بلخوا قائد حزب اختلاف شهبازشريف وئيلې چې د نوازشريف صحت تشويشناک دے، الله دے هغه ته صحت ورکي
نيب سپريم کورټ کښې دريز خپل کړي چې د نوازشريف په رنځ کښې داسي هيڅ مواد نيشته چې د هغه ژوند ته خطره وي، هغه بهر ملک ته تلل غواړي، د نوازشريف ضمت خواست دے مسترد کړي شي
نيب ترمخه د نوازشريف ضمانت مقدمه په هارډشپ کيس کښې نه راځې، د نوازشريف ډاکټر لارنس رپورټ غير مصدقه او خودساخته اښکاري، نوازشريف ته د علاج ټول سهوليات ورکولې کيږي
نيب زياته کړي که چرې نوازشريف ته ضمانت ميلاؤ شو د به د عدالتې حدود نه بهر ته لاړ شي، هائيکورټ د هغه ضمانت خواست مسترد کړېدي
بلخوا اپوزيشن ليډر شهبازشريف وئيلي دي چې نوازشريف صحت تشويشناک دې، الله دے هغه ته صحت ورکي، ولې مريم نواز هم د قام نه د نوازشريف رهائي لپاره د دعا اپيل کړيدې