سپریم کورټ د پرويز مشرف نوم اي سي ايل نه د ويستو حکم ورکړے

سپريم کورټ د پخواني صدر پرويز مشرف نوم د اي سي ايل نه ويستو مقدمه کښي د سند هائي کورټ فيصله پر ځائے ساتلې او د وفاقي حکومت خواست ئي رد کړيدے  
د سند هائي کورټ د فيصلي پر ضد د وفاقي حکومت د خواست اوريدنه د چيف جسټس انور ظهير جمالي په مشرې کښې د سپريم کورټ  لارجر بينچ اوکړه 
د دليلونو اوريدو وروستو د سپريم کورټ لارجر بينچ د سند هائي کورټ هاغه فيصله پر ځائے اوساتله چي پکښې د پخواني صدر پرويز مشرف نوم د اي سي ايل نه د ويستو حکم ورکړے شوے وو
د پخواني صدر وکيل فروغ نسيم لخوا تيره ورځ سپريم کورټ کښې جمع کړے شوي درخواست کښي دريځ خپل کړے شويدے که چرې پرويز مشرف ته  په سمدستي توګه د علاج لپاره بهر ملک ته د تلو اجازت ورنکړے شو نو د هغه ناروغتيا نوره هم سيوا کيدے شي