سپيکراسد قيصر په مشرۍ کښې هاؤس بزنس ايډوائزري کميټۍ غونډه ترسره شوي

0
21
پاکستان ګاؤنډي هيوادونو سره سره د دنيا نورو ملکونو سره هم ښه تعلقات غواړي

سپيکراسد قيصر په مشرۍ کښې هاؤس بزنس ايډوائزري کميټۍ غونډه ترسره شوي ، غوندۀ کښې موجوده د قامي اسمبلۍ سيشن تر پنځويشتمې جنورۍ پورې جاري ساتلو او د نظم وضبط خيال ساتلو باندې اتفاق شويدے ،غوندۀ کښې فنانس بل په اړه هم صلاح مشورې شويدي
قامي اسمبلۍ اجلاس نه وړاندې سپيکر اسد قيصر په مشرۍ کښې هاؤس بزنس ايډوائزري کميټۍ غونډه شوي
په غونډه کښې رياض پيرزاده ، علي امين ګنډا پور ، شازيه مري ،شازين بګټي ، شفقت محمود ، علي محمد خان او مرتضي جاويد شامل وو
اجلاس کښې قامي اسمبلۍ تر پنځه ويشتمې جنورۍ پورې جاري ساتلو وا د نظم وضبط خيال ساتلو باندې اتفاق شويدے
د ن ليګ لخوا د خواجه سعد رفيق پروډکشن آرډر نه جاري کولو په حواله سوال و جواب هم شويدے
په دې موقع پيپلز پارټۍ رهنما شازيه مري وئيلي دي چې غونډه کښې د پوځي عدالتونو په حواله څه غور نه دې شوې خو حکومت فنانس بل پيش کولو اراده څرګنده کړي چې مطلب ئې دغه دويم مني بجټ پيش کول دي
شازيه مري دا هم اوووئيل چې که چرې حکومت په اولس نوره ګراني راولي نو پيپلزپاټي به ئې بهرپور مزاحمت کوي
د پارليماني چارو وزير علي محمد خان اووئيل چې غونډه کښې قائمه کميټيانو په معامله حتمي مشاورت شويدے او راتلونکي اجلاس پورې به دغه معامله هم حل کړے شي