سپيکرقومي اسمبلي اسدقيصر سره وزيراعلي محمودخان پارليمنټ هاؤس کښې ملاقات کړے

سپيکرقومي اسمبلي اسدقيصر سره وزيراعلي محمودخان پارليمنټ هاؤس کښې ملاقات کړے

سپيکرقومي اسمبلي اسدقيصر سره وزيراعلي محمودخان پارليمنټ هاؤس کښې ملاقات کړے، د ملک په مجموعي معاشي صورتحال، خېبرپښتونخوا کښې جاري ترقياتي منصوبو باندې تبادله خيال شوے، سپيکرقومي اسمبلي، وزيراعلي ته په صوبائي اسمبليو کښې د قانون سازۍ عمل مؤثرجوړولو لپاره د هر ممکن تعاون کولو باور ورکړے
سپيکراسدقيصر وئيلي دي چې د کورونا لوجې نۀ صرف پاکستان بلکه د ټولې دنيا معيشت آغيزمن شويدے، د کورونامخ نيوي لپاره وفاق او صوبائي حکومتونو لخوا اوچت کړے شوي اقدامات قابل تحسين دي، سپيکراسدقيصروئيلي دي چې سي پيک د پښتونخوا پشمول د ټولې خطې لپاره يوګيم چينجر دے، افغانستان زمونږګاونډي ملک دے، هغوي سره ښه تعلقات ساتل غواړو، په دې موقع وزيراعلي محمودخان د پاک افغان تعلقاتو استحکام لپاره د سپيکرد کوششونوتعريف کړے،وزيراعلي محمودخان وئيلي دي چې عوام ته بنيادي سهوليات فراهم کول د موجوده حکومت اولين ترجيح ده، په اوسني بجټ کښي ترقياتي منصوبو لپاره ښه کافي رقم مختص کړے شويدے، وزيراعلي زياته کړېده چې صوبائي حکومت سي پيک د لاندې صنعتي زون په وخت تکميل ته رسولو لپاره اقدامات کوي، د کورونا وبا مخ نيوي لپاره په ايس اوپيز باندې هم عملد درآمد روان دے