سپيکر اسد قيصر به د ټولوسياسي جماعتونو سره د کرونا وائرس مخ نيوي متعلق مشوره کوي

سپيکر اسد قيصر به د ټولوسياسي جماعتونو سره د کرونا وائرس مخ نيوي متعلق مشوره کوي

حکومت د بلاول بهټو زرداري د تير ورځې د بيان هرکلي کړے،وزير اعظم سپيکر قومي اسمبلۍ اسد قيصر ته هدايات جاري کړي چې د ټولو پارليماني جماعتونو د نمائندګانو سره ملاقات اوکړي او د کرونا وائرس مخ نيوي متعلق ترې مشورے واخلي او بيا ئې وزيراعظم له ورکړي،
ذرائع وائي چې د بلاول بهټو د هغې بيان وو چې دا وخت په وزيراعظم د تنقيد نه دے په حکومتي سطح هر کلے شوے او تيره ورځ وزيراعظم سپيکر قومي اسمبلۍ اسد قيصر ته هدايات ورکړي چې د پارليماني جماعتونو د نمائندګانو سره ميټنګ اوکړي او ورنه د کرونا وائرس
مخ نيوي لړ کښې مشورې واخلي
ذرائع وائي چې اسد قيصر ته دا هم وئيلے شوي چې د نورو پارليماني جماعتونو مشورې او تجاويز به د وزيراعظم سره جمع کړي او هغه به ئې بيا د نيشنل سيکيورټي کميټۍ په غونډه کښې زير غور راولي
د ذرائع مطابق وزيراعظم دا خبره منلې چې د کرونا وبا په وړاندې به ټول قوم او ټولو سياسي جماعتونو له د يو والي ثبوت ورکول وي نو هله کيدلے شي چې مخه ئې اونيولے شي