سپيکر قامى اسمبلى اسد قيصر سره ايئرچيف مارشل مجاهد انور خان ملاقات کړے

سپيکر قامى اسمبلى اسد قيصر سره ايئرچيف مارشل مجاهد انور خان ملاقات کړے

سپيکر قامى اسمبلى اسد قيصر سره ايئرچيف مارشل مجاهد انور خان ملاقات کړے، چې پکښې ملکى سلامتيا سره تړلې په يوشمير امورو د خيالاتو بدلون شوې، ائير چيف وائى چې پاک فضائيه د دښمن هر قسم جارحيت مقابله کوؤلو ته تيار دې
تفصيلاتو ترمخه پارليمنټ هاؤس اسلام آباد کښې د سپيکر اسد قيصر او ائيرچيف ترمينځ اهم ملاقات شوې،چې پکښې ملکى امنيت او ويلفيئر ټاون قيام متعلق تفصيلي خبرې شويدې
په دغه موقع ائيرچيف مارشل مجاهد انور خان وئيلي چي د وطن ټول دښمنان مو په نظر کښې دى، او د دښمن لخوا څه قسمه جارحيت به خله ماتې جواب ورکولې شى
اسد قيصر زياته کړه چي د پاکستان ويلفيئرسره به هرقسم تعاون کوى، دپاکستان ويلفيئر ټاون په وجه محروم طبقات به مخکښې راشى
اسد قيصر اوئيلي چي د کمزور طبقات مدد کول زمونږ مشن دې، او دا چې د فضائيې افسران باندي مشتمل راشد ميموريل ټرسټ د معاشري د بهتري د پاره کار کوي