سپيکر قامي اسمبلي اسد قيصر پاکستان سويټ هوم کښي يتيمانو ماشومانو سره روژه ماتي کړي

0
22
، اسد قيصر

سپيکر قامي اسمبلي اسد قيصر پاکستان سويټ هوم کښي يتيمانو ماشومانو سره روژه ماتي کړي، په دي موقع سپيکر قامي اسمبلي ميډيا سره خبرو پر مهال اووئيل چي صوبو کښې مختلف فلاحي تنظيمونو يو ځائي کول پکار دي او زمونږ حکومت په خصوصي توګه د يتيمانو او کونډو ته خصوصي توجه ورکوي
پاکستان سويټ هوم کښي يتيمانو ماشومانو پحقله سپيکر اووئيل چي زمرد خان دا لويه فريضه سرنجام کوي او دوي سره په صوبو کښي نور فلاحي تنظيمونه يو ځائي کول پکار دي چي ملک کښي دغه شان غريب خلقو مدد اوکړي شي او دا کار صرف د حکومت نه بلکه د معاشري هر يو کس ذمه واري ده
په دي موقع اسد قيصر اووئيل چي زمونږ حکومت دا کوشش دي چي يو ماشوم هم تعيلم، علاج او نور بينادي ضرورياتو نه محروم پاتي نشي او ځه په خپله حلقه کښي هم يو زر کنال باندي مشتمل سکول او هسپتال جوړوم چرته چي به سپيشل ماشومانو ته مفت تعليم او د صحت سهوليات ورکولي او حکومت سپيشل پرسنز، سټريټ چلډرن، تيمان او کونډو لپاره سمارټ ټاؤنز جوړولو اراده لري او ډير زر به په دي باندي کار شروع کولي شي