سړى ته زنانه وئيلو سره خان صيب زنانو ته څه پېغام ورکوى ؟ بلاول بهټو

0
159
سړى ته زنانه وئيلو سره خان صيب زنانو ته څه پېغام ورکوى ؟ بلاول بهټو

د پيپلز پارټې چيئرمين بلاول بهټو زرداري صاحبه وئيلو باندې وزيراعظم عمران خان ته جواب ورکړيدې، وائي چې وزيراعظم زنانو ته بدې ردې وئيلي دي ،سړي ته زنانه وئيلو سره خان صيب زنانو ته څه پيغام ورکوي ؟ دا ئې هم وئيلي چې اسلام خوريدو او پاکستان جوړيدو کښې د زنانو لويه برخه وه او دا چې د عمران خان بيان د مذمت قابل دې
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو دوران د پيپلز پارټي چيئرمين اووئيل چې زمونږ زنانه سړو سره اوګه په اوګه ولاړې دي،فاطمه جناح هم پاکستان جوړيدو کښې لوئې کردار ادا کړيدې
بلاول بهټو اووئيل چې وزيراعظم د رياستِ مدينه خبرې کوي خو ورسره د زنانو سپکاوې هم کوي او د وزيراعظم دغه خبرې
قابل ِ مذمت دي ، دا سې بيان سره وزيراعظم پخپله خپل قد وړوکې کړيدې
هغه مخکښې اووئيل چې ټولو ته پته ده چې عمران خان څنګه وزيراعظم جوړ شويدې ،اواوس دې د وزيراعظم د څوکې حفاظت اوکړي
بلاول بهټو زياته کړه چې ظالم حاکمانو په زړه کښې اولس لپاره هيڅ همدردي نيشته،دا نظام داس ې نشي چليدې ، خلق به يو حد پورې ظلم برداشت کړي او بيا به کورونو نه بهر راوځي
د پيپلز پارټې چيئرمين داهم اووئيل که چرې حکومت د ورلډ بينک او آئي ايم ايف سره معاهدې پارليمنټ ته وړاندې نه کړې نو دغه ټولې لوظنامې به غير آئيني او غير قانوني وي