سکولونو ته فيس کښې اضافې لپاره لا محدود اختيارات نشي ورکولے

0
15
چيف جسټس آصف سعيد کهوسه به د زيارت په ورځ کراچې دوره کوې

د پرائيوټ سکولونو فيسونو کښې د اضافې خلاف کيس دوران عدالت وئيلي دي چې سکولونو ته فيس کښې اضافې لپاره لا محدود اختيارات نشي ورکولے ځکه چې د آډټ رپورټ ترمخه نجي سکولونه ډيره منافع ترلاسه کوي
چيف جسټس آصف سعيد کهوسه په مشرۍ کښې درې کسيزه بنچ د مقدمې سماعت وکړو ، د لاهور هائيکورټ په فيصله د حکومت پنجاب وکيل دلائل ورکړل
جسټس اعجاز الحسن ووئيل چې د لاهور هائيکورټ فيصله د تضاداتو نه ډکه ده ، يو جمله کښې وائي چې فيسونو کښې اضافه کيدے شي ولې بله جمله کښې وائي چې اضافه نشي کيدے
چيف جسټس ووئيل چې فيصله کښې اخره ليکلے شوي چې د سکول د فيسونو اضافې سره به دوه فيصده ماشومان متاثره کيږي
چيف جسټس ووئيل چې حکومت روژه کښې د خوراکي څيزونو قيمتونه کنټرول کوي او که قيمتونه کنټرول کول جائز اوګرځولے شي نو بيا د وکيلانو په فيسونو هم دا اطلاق کيدے شي او که چرې قيمتونه کنټرول کول ناجائز وګرځولے شي نو بيا به د خوراک څيزونو نرخونه قابو نه کړے شي
جسټس اعجاز الحسن ووئيل چې قانوني طور په فيسونو کښې اضافه د کميټۍ د سفارشاتو په بنياد کولے شي ، چيف جسټس ووئيل چې د پينځه فيصده نه زيات اضافه به د سکول رجسټريشن ، د نوي ( تجديد ) کيدو په وخت کولے شي
د نجي سکول وکيل ووئيل چې کال دوه زره شل پورې به د ګيس په قيمت کښې اتيا فيصده اضافه اوشي ، عدالت ووئيل چې د ګيس اضافې سره فيس کښې اضافه نشي کيدے
نجي سکول وکيل ووئيل چې ګرانۍ کښې اضافے سره به فيس کښې د پينځه فيصده نه سيوا اضافه کيدے شي
عدالت د دې په جواب کښې ووئيل چې د اضافې فيس لپاره سکولونو ته د لامحدود اختيارات نشو ورکولې ، چيف جسټس ووئيل چې قانون کښې سقم موجود دے ، پارليمان دې په دې کښې بدلون اوکړي ، عدالت ريمارکس ورکړل چې فيسونو کښې د اضافې شرح کم نه کم پکار ده او که چرې پينځه فيصده نه زياته اضافه کول غواړي نو د مجاز اتهارټي ته به جواز ورکوي ، د دلائلو اوريدو ورستو عدالت سماعت سبا پورې اوځنډولو