سنده اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن ویلي چې سیلابونو وروستو سنده کښی سیلابي اوبه کمیدل شروع شوي،وائي چې سیلابي اوبو په مجموعي توګه شپاړس لاکھه او یوولس زره نه زیات کورونو ته نقصان رسولې دا یې هم ویلي چې متاثرین بحالی لپاره یې نقصانات جائزه اخیستل شروع کړي دي
Vکراچۍ کښی خبري ناستی په وخت سنده اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن ویلي چې منچھر جیل په ګډون سنده په نوره بیرجونو کښی سیلابي اوبو په سطح کښی کمې راغلې او په صوبه کښی تر ډيره د اوبو سطح کمه شوی خو له هم اوبه اندرون سنده په ځينې کلیو او نوره سیمو کښی ولاړی دي چې تری خلق د مشکلات سره مخ دي.شرجیل میمن ویلي چې صوبائي حکومت پي ډي ایم اے او این ډي ایم اے په شریکه سیلاب متاثرینو مدد کول شروع کړي او په هغوي کښی یې خیمې،مچھر دانئ،راشن بیګونه او ترپالونه تقسیم کړي چې مقصد یې سیلاب ځپلي مشکلات نه بچ کول دي.شرجیل میمن زیاته کړی چې منچھر جیل کښی یې سهیون ښار او ځينې نوره کلي بچ کولو لپاره کټ لګولې او دا چې د صوبۍ نوره سیمو او ښار کښی یې سیلابي اوبه ویستلو لپاره انتظامات کول شروع کړي دي.شرجیل میمن دا هم ویلي چې د دوي حکومت سیلاب متاثرینو بحالی او د هغوي شوي نقصانات په اړه کار هم شروع کړی دی