شامي باغيانو ټول ترهګر تنظيمونه د شام او ترکي د پولو نه پشا کړې:ترکي وزير اعظم

د ترکي وزير اعظم بن علي يلدرم وئيلي دي چې د هغوي د پوځ مرستيال شامي باغيانو ټول ترهګر تنظيمونه د شام او ترکي د پولو نه پشا کړېدي
د ترکي وزيراعظم د خپل پوځ د دي کاميابۍ اعلان انقره کښې د اتوار په ورځ په سرکاري ټي وي خطاب دوران اوکړو
د هغه وينا وه چې د شدت پسند تنظيم دولت اسلاميه اثر هم د شام او د ترکي د سرحدي سيمو نه ختم کړې شويدي او زياته ئي کړه د دي پرمختګ سره به نه خو دولت اسلاميه د وسلو پوري رسيدي شي او نه به نور جنګيالي د دغي تنظيم پوري رسائي ترلاسه کولې شي
دغه رنګه يو بل بيان کښې دا هم وئيلي شويدي چې شامي پوځيانو د حلب ښار د هغه علاقو کنټرول دوباره ترلاسه کړېدي په کوم باندي تيره مياشت باغيانو قبضه کړې وه
د ترک وزيراعظم وينا وه چې د الله پاک شکر دي چې د اعزاز نه تر جرابلس پوري زمونږ د شام سره يونوي کلوميټره اوږد بارډر وس په مکمله توګه محفوظه شويدي
هغه مخکښې اوئيل چې ترهګر تنظيمونه د پولې نه پشا کړې شويدي او وس هغوي زمونږ ملک نه دننه نشي راتلي