شام بمى چاودنو کښې پنځه څلويښت کسان مړه او سل نه سيوا ژوبل شوي

0
27
د شام سر ښار دمشق کښې د پيغمبرعليه اسلام نوسې زينب بى بى مقبرې سره نيزدې بمى چاودنو کښې لږ تر لږ پنځه څلويښت کسان مړه او سل نه سيوا ژوبل شويدى 
د شام سرکارى ميډيا وينا ترمخه  سرښار دمشق کښې د پيغبر عليه اسلام نوسې زينب بى بى مزار سره نيزدې درې بمى چاودنې شويدى 
بمى چاودنو کښې لږ تر لږه پنځه څلويښت کسان مړه او يو سل لس ژوبل شويدى 
د شام سرکارى ميډيا مخکښې وائى چې دغه مقبره د مسلمانانو لپاره ډير اهميت لرى او د نړۍ د ګوټ ګوټ نه دلته خلق حاضرى ورکوى