شانګله پوليس کاروائي د و ران بهاري مقدار کښي جعلي روپي برامد کړے

د ضلع شانګلے پوليسو مشر په الپوري پوليس سټيشن کښ يو خبري غونډے ته وئيلي چي شانګله پوليس بيګاه د شپے په خفيه اطلاع باندے کاروائي کړے او يو موټر نه ئے په زر ګونو جعلي روپي (کرنسي) بر آمد کريده او درے ملزمان ئے نيولي دي
دوي ذياته کړه چه د الپوري تهانے ايډيشنل ايس ايچ او انور سيد ته اطلاع ميلاو شوے وه چه د سوات آړخ نه يو سور رنګ کښي يو ګاډي د شانګلے طرفته راروان دے چه په کښي په بهاري مقدار کښي جعلي روپي دي او دغه پيسے ځائے په ځائے تقسيميګي
په دے موقع شانګله پوليس ناکه بندي کړے وه، او هم دغه موټر ئے د شانګلے په مين روډ ګير کړو چه په کښي د پورن کوټکي سره تعلق لرونکي درے ملزمان ګرفتاړ کړے شو او د هغوي د قبضے نه يولکه او څلور ديرشت زره جعلي روپي بر امد کړے شوے
پوليس د نور تفتيش دپاره دغه کسان د الپوري تهانے ته بوتلي او د تفتيش دوران تري دا معلومات ترلاسه شول چه دوي دغه جعلي روپي د دره ادم خيل نه راوړے وے او د شانګلے په مختلفو بازارونو کښي ئي تقسيمه ولے
شانګلے پوليس دغه کسان نن عدالت ته وړاندے کړل او عدالت د دهوکه دهي په کيس کښي جيل ته ليګلي