شاهدخان آفريدي د وزيراعظم عمران خان دامن لپاره جاري کوششونه قابل تعريف ګرزولي

شاهدخان آفريدي د وزيراعظم عمران خان دامن لپاره جاري کوششونه قابل تعريف ګرزولي

پخواني کپتان او مايه ناز آل راؤنډر شاهدخان آفريدي د وزيراعظم عمران خان په مقبوضه کشمير کښې د امن لپاره جاري کوششونه قابل تعريف ګرزولي،آفريدي وئيلي چې په يوه معاشره کښې ناانصافي او جبر هيڅ کله هم څوک نشي برداشت کيدے،اميد لرو چې د کشميرمعامله به ډېره زر حل شي
نامتوآل راؤنډرشاهدآفريدي په سماجي ويب سائټ ټويټرباندې د وزيراعظم عمران خان په پېغام د خيالاتو اظهار کړے، شاهدآفريدي په مقبوضه کشميرکښې د امن لپاره د وزيراعظم د کوششونو ستائنه کړې او وئيلي دي چې عمران خان د کشمير د امن لپاره د زړۀ د اخلاصه محنت کوي،آفريدي زياته کړې چې په يوه معاشره کښې هم ناانصافي او جبر هيڅ کله نشي برداشت کيدے،اميد دے چې ډېر زر به د کشميرمعامله حل شي، شاهدآفريدي مقبوضه کشمير کښې د کرفيو ، خون خرابې ذکر هم کړے او د هيومن رائټس کميشن توجه ئې دغه طرفته د هيش ټيګ په ذريعه مبذول کړېده