شاهد خاقان عباسى وائى چې خلق نن صبا د صدراتى نظام خبرې کوى

شاهد خاقان عباسى وائى چې خلق نن صبا د صدراتى نظام خبرې کوى،وائي چې د صدراتي نظام لوجې خو ملک يو ځل دوه ټوټے شوے،د صدراتي نظام خلاف خبري کول زما فرض دے،عباسي وئيلي چې وزير خزانه پخپله وائي چي ملک کښې د غنمو ريکارډ پيداوار شوے نو بله ورځ ولې کابينے د غنمو د درامد کولو اجازت ورکړو،وزير دفاع وائي چې ګراني وي نو هله ملک ترقي کولے شي

دا خبرې تير وزيراعظم شاهد خاقان عباسي اسلام اباد کښې ميډيا سره کړيدي ،وئيلي ئي دي چې د وزيرانو مطابق ملک کښې د غنمو او ګنو ريکارډ پيداوار شوے نو بيا د غنمو او چينو د نورو ملکونو نه د درامد کولو ضرورت ولي دے ولې تيره ورځ کابينے د درامد کولو اجازت ورکړو؟ شاهد خاقان عباسي وائي چې وزير دفاع پکښې لا بله فارمولا را اويسته وائي چې ګراني وي نو هله ملک ترقي کولے شي،سرکاري ملازمين خو د غربت د کرښي نه لاندي لاړل،د آئي ايم ايف په دباؤ باندې د بجلۍ قيمت اسمان ته اورسولے شو او دوې لګيا دي د زنانوؤ په کپړو باندې خبري کوي شاهد خاقان عباسي زياته کړې چي په اسمبلۍ کښې څۀ اوشو په هغې کښې د سپيکر کردار ډير کمزورے وو ولې بيا چې سپيکر ته څۀ وايو نو خفه کيږي عباسي مخکښي وئيلي چې خلق نن سبا د صدراتي نظام خبرې کوي،وائي چې د صدراتي نظام لوجې خو ملک يو ځل دوه ټوټے شوے،د صدراتي نظام خلاف خبري کول زما فرض دے