شاهد خاقان عباسې اوړو بحران باندې په عمران خان او حکومت تنقيد کړېدے

احتساب عدالت د شاهد خاقان عباسې جوډيشل ريمانډ کښې يويشتمې جنورۍ پورې توسيع کړې

پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسې اوړو بحران باندې په عمران خان او پې ټې آئې حکومت تنقيد کړېدے،وائې چې د اوړو قيمت اوويا روپې کلو ته رسيدلې دے،وزيراعظم عمران خان په خپل ناکامۍ شرم هم نه محسوسوې ،
ايل اين جې کيس کښې پيشۍ نه پس ميډيا سره خبرو کښې د ن ليګ رهنما شاهد خاقان عباسې په عمران خان سختې نيوکې کړيدعي،وائې چې عمران خان په خپله ناکامۍ باندې بيخي شرم هم نه محسوسوې،خان صيب که اولس له اوړه نه شې ورکولې نو کم از کم شرم خو دے محسوس کړي،
شاهد خاقان عباسې وينا وه چې کومو خلکو نوے پاکستان له ووټ ورکړے وو نو هغوې دے وس ورته ټينګ شې،
پخوانې وزيراعظم دا هم وئيلې دي چې اپوزيشن مشران خپله خبره اسمبلۍ کښې کوې خو د بدقمستۍ دا ده چې اسمبلۍ هم نه چليږې،اسمبلۍ کښې چې څوک خبره اوکړې نو سپيکر صيب زر اجلاس ختم کړې،صرف يو بل ډير په تادۍ کښې منظور کړے شو،
شاهد خاقان عباسې پارټۍ سره اختلافاتو نفې کړې او د يو سوال په جواب کښې ئې وئيلې چې زما پارټۍ سره څه اختلافات کيدے شې؟

خېبر نيوز