د فاسټ باؤلر شاهين شاه آفريدي د قامي ټيم پخوانې کپتان شاهد آفريد لور انشا آفريدي سره نکاح شويده، د انشا آفريدي رخصتي به څو ورځې پس وي ،نکاح د کراچۍ يو مقامي جومات کښې تړلې شويده
د کراچۍ ذکريا مسجد کښې د شاهين شاه آفريدي او انشا آفريدي نکاح شوې او مولانا عبدالستار دغه نکاح تړلې ده نکاح نه پس به د انشا آفريدي رخصتي څو ورځې پس وي د نکاح دستوره کښې د قامي ټيم کپتان بابراعظم ،سرفراز احمد، نسيم شاه، شاداب خان او نور لوبغاړو هم ګنړ شمير کښې ګډون کړېدې په دې موقع دسکوائش ليجنډ جهانګير خان او پخوانې ډي جي آئي ايس پي آر عاصم سليم باجوه هم موجود وو