شاه محمود قريشى او کينيډين وزير خارجه ترمينځه په ټيلى فون خبرې شوى

د شاه محمود قريشي او کينيډين وزيرخارجه مارک ګارينو ترمينځه ټيليفوني رابطه شويده، دوانړو ترمينځه دوه اړه خيزه تعلقات او د افغانستان صورت حال په حقله خبري اتري شويدي، شاه محمود قريشي په نړيوالې ورورولۍ باندے زور راوړي دے چې د افغانستان معاشي او انساني تعاون لپاره خپل کردار ادا کړې

خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د کينډا خارجه چارو وزير مارک ګارينو د ټيليفون د لارے رابطه کړېده، دوانړو ترميينځه د افغانستان روان وضعيت په حقله تفصيلې خبرې اترې شويدي وزير خارجه شاه محمود قريشي ووئيلې دې چې پرامن افغانستان نه يواځي د پاکستان بلکه د ټولې نړۍ لپاره د اهميت وړ دے، پاکستان د انساني بحران مخنيوي لپاره افغانستان سره زمکني او هوائي لارے پرانستي دي، عالمي ورورولي دغه انسانسي کوريډور پکار راولې او افغانستان سره معاشي مرستي اوکړې شاه محمود قريشي ووئيل چې عالمي ورورولۍ ته هغه ملکونه نه دے نظرانداز کول پکار چا چي کلنو راهسي په لاکهونو افغان کډوال ساتلې دي، افغانستان کښې سياسي حل او ټول شموله حکومت د ټولې خطي د ترقي او سوکالۍ لپاره ضروري دي مارک ګارينو افغانستان نه کينيډين وګړي اوکاږلو کښې تعاون باندے دپاکستان شکريه ادا کړېده، شاه محمود قريشي کينيډين هم منصب ته باور ورکړېدے چې پاکستان به افغانستان نه انخلا عمل کښې تعاون جارې ساتي