شاه محمود قريشى په نړۍ غږ کړې چې مقبوضه کشمير کښې دې خپل کردار ادا کړى

د بهارتي سپريم کورټ فيصلې سره د پاکستان دريځ نور هم مضبوط شوي،شاه محمود قريشي

مظفراباد جلسې ته د وينا په وخت خارجه وزير شاه محمود قريشى د هند وزيراعظم نريندر مودى ته چيلنج ورکړېدې چې تۀ په سرى نګر کښې جلسه اوکړه ، شاه محمود قريشى مقبوضه کشمير کښې د هند د ځواکونو ظلمونه په ډاګه کړيدى او په نړۍ ئې غږ کړېدې چې فورى توګه دې خپل کردار ادا کړى ، وزيراعظم ازاد کشمير راجه فاروق حيدر د وزيراعظم عمران لخوا د مقبوضه کشمير اولس لپاره خدمات ستائلى دى ، ازادکشمير وزيراعظم وائى چې د مقبوضه کشمير خصوصى حيثيت ختميدو نه پس شمله معاهدې اهميت ختم شوې دې