شاه محمود قريشي د افغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله سره ليده کاته کړيدي

0
84

وزيرخارجه شاه محمود قريشي د افغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله سره ليده کاته کړيدي،ملاقات کښې دوانړو مشرانو دوه اړه خيزه اړيکې ښه کولو او نورو چارو باندې خبرې اترې کړيدي
کابل کښې وزير خارجه شاه محمود قريشي د افغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله سره ملاقات کړيدے چې پکښې افغان امن عمل او دوانړو ملکونو تعلقاتو ته وده ورکولو پشمول نورو مهمو چارو خبرې اترې کړيدي
ملاقات کښې شاه محمود قريشي وئيلي دي دوانړه ملکونه د تير څلويښت کالو راهسې ترهه ګرۍ ښکار دي
وزير خارجه شاه محمود قريشي اووئيل چې افغانستان کښې امن راوستل دوانړو ملکونو لپاره اهم دي ولې چې افغانستان کښې امن راتلو نه بغير پاکستان کښې امن نشي راتلې
په دې موقع چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله افغانستان کښې د امن راوستو په کوششونو د پاکستان شکريه ادا کړي او وئيلي دي چې هغه ورځ لرې نه ده چې افغانستان کښې به امن راشي او خلق به د سکون شپې ورځې صبا کوي