شبقدر کښي د زمکې په شخړه دوه ډلو ترمنځه ډزي شوي، فائرنګ کښي دري کسان وژلې شوي او دوه ژوبل شويدي، بلخواد صوابۍ په کاله سيمه کښې لاسي بم چاودنه شوي، چي پکښې دوه تن مړه شويدي
د شبقدر حاجي زئي کښي د زمکې په تنازعه د دوه ډلو ترمنځه ډزي شويدي، پيښۀ کښې دري کسان مړه او دوه ژوبل شويدي، مړه شوي کسانو کښې يو دويلج کونسل ناظم ملک ابراهم هم شامل دے، ژوبل شوي کسان د علاج لپاره مقامي اسپتال ته رسولې شويدي، چي پکښې د يو تن حالت مرګوني ښودلې کيږي، د ډزو ورستو پوليس مقدمه درج کړيده او د ملزمانو نيولو لپاره ئي کارروائي شروع کړيده بلخوا د صوابي کاله سيمه کښې د دوه کسانو ترمنځه انښته شوي،چي پکښې تن په غصه کښې د کور نه ټوپک او لاسي بم راوړو، دي دوران يو بل تن د هغه منع کولو کوشش کوو، چي بم اوډزيدو او دواره تنان پکښې مړه شول، مقامي پوليس ددغه پيښي مقدمه هم درج کړيده