شبقدرپوليس سابقه د صوبائي اسمبلي غړي او د تحريک انصاف ضلعي نائب صدر بابر علي مهمند په حراست کښي اخستي او د چارسدے پړانګ پوليس تا منتقل کړي بل حواه پوليس د سابقه ايم پي اے او خصوصي مشير عارف احمد زئي په کور هم چهاپه وهلي ۔ د نهمي مئي نا پس پوليس د تحريک انصاف کارکنانو د نيولو او چهاپو لړي جاري ساتلي ۔
شبقدرپوليس تانړے په شمول د چارسدے په يو شمير پوليس تانړو کښي د تحريک انصاف د کارکنانو په ضد د احتجاج دوران سرکاري املاک تا د نقصان رسولو سره مخلتف قسمه مقدمات درج شويدي په کومو کښي چي د نامزد ملزمانو نا علاوه په سونو نامعلوم ملزمان هم شامل دي ۔
د شبقدر سره تعلق لرونکي د تحريک انصاف کارکنان نه يوازے د شبقدر پوليس تانړے په يو شمير مقدماتو کښي نامزد شويدي بلکه د چارسدے پوليس تانړو کښي هم د دغه ملزمانو په ضد کاروائيانے روانے دي ۔ د تحريک انصاف سابقه ايم پي اے عارف احمد زئي ، ايم اين اے ملک انور تاج په شمول نامزد اته ملزمانو سره دواه څلويښت د تحريک انصاف مقامي مشرانو د ګرفتاري نا بچ کيدو لپاره د مقامي عدالت نا د قبلا زګرفتاري ضمانت ترلاسه کړي۔ ولے بيا هم پوليس د مختلف مقدمات او د مختلف پوليس تانړه په مقدمو کښي د تحريک انصاف مقامي مشران د نيولو لپاره کاروائي جاري ساتلي ۔ هم دغه رنګ د شبقدر پوليس سابقه ايم پي اے او د تحريک انصاف ضلعي نائب صدر بابرعلي مهمند په حراست کښي اخستي او د شبقدر نا ئے د چارسدے پړانګ پوليس تانړي تا منتقل کړي د کومي دګرفتاري په حواله چي مقامي پوليس د لاعلمي هم اظهاري کوي ۔
شبقدر پوليس تيره شپه د سابقه ايم پي اے او خصوصي مشير عارف احمد زئي په کور هم چهاپه ولي ولے عارف احمد په کور کښي موجود نه وو پوليس د تلاشي نا پس واپس شوي ۔