شبقدر بازار کښې د اے اين پى ګرانۍ خلاف مظاهره

شبقدر بازار کښي عوامي نيشنل پارټي د ګراني او حکومت په ضد احتجاجي مظاهره کړي او د مظاهرے دوران ئے د حکومت د پاليسو په ضد سخت نعره بازي هم کړي ۔ احتجاجي مظاهرے تا د عوامي نيشنل پارټي صوبائي او ضلعي مشرانو په خپله ووينا کښي ووئيلي دي چي د موجوده حکومت د ناکامه پاليسو له وجي نن اولس د خپلو بچو د کفالت کولو طاقت هم نه لري

احتجاجي مظاهرے تاصوبائي مشر سيد معصوم شاه باچه ، معراج خان ،شهريار پختونيار او مسرت يار ووئيل چي ملک کښي که يو حواه ګراني مخ په بره روانه ده نو بل حواه د بے روزګاري له وجي هم خوارکښ په خپلو کورونو کښي په ناسته مجبور شويدي ۔ هغوي ووئيل چي د موجوده حکومت معاشي پاليسي په مکمل توګا ناکام شويده د کومي چي ګراني ورځ تر ورځه مخ په بره روانه ده ولے حکومت ګراني قابو کولو کښي ناکامه شويدے ۔ د عوامي نيشنل پارټي مشرانو زياته کړي چي ملکي قرضو کښي اضافه او د اولس نا اضافي ټيکسونو باوجود هم حکومت د پټرول ، بجلي او ګيس په نرخونو کښي مسلسل اضافه کوي مشرانو په اولس غږ وکړو چي اوس وخت راغلے دے چي د دغه نااهله او ناکامه حکومت نا ځان خلاص کړي د کومي لپاره چي اولس له د خپلو کورونو نا بځر راوتل دي