شرجيل ميمن دکمرے نه شراب برآمدګۍ کيس کښې نيولي شوې درے ملزمانو ضمانت عدالت منظور کړے دے

0
13
شرجيل

کراچۍ ضياالدين هسپتال کښې دپيپلز پارټۍ غړي شرجيل ميمن دکمرے نه شراب برآمدګۍ کيس کښې نيولي شوې درے واړه ملزمانو ضمانت عدالت منظور کړے دے او دملزمانو خوشي کولو حکم يي هم جاري کړے دے
سه ورځې وړاندے کراچۍ کلفټن دسيمې ضياالدين هسپتال کښې دناروغتيا په نوم دجيل نه په هسپتال کښې پاتې کيدونکي دپيپلز پارټۍ سينئر غړي شرجيل ميمل دکمرے نه شراب برآمدګۍ کيس کښي نيولي شوي درے واړه ملزمان عدالت په ضمانت خوشي کړيدي
ګرفتاره ملزمانو کښي شکر دين، محمد جام او محمد مشتاق علي شاميله دي
عدالت دريواړو ملزمانو ريليز آرډر هم جاري کړي دي چې پکښې جيل انتظاميه ته وينا شوې ده که چرې دريواړه ملزمانو پرضد که نور سه مقدمه درج نوي نو بيا دے ملزمان خوشې کړے شي
ياده دي وي چې دريواړه ملزمان چيف جسټس په هسپتال چاپې لګولو پس پولسو ګرفتاره کړي وؤ دچا په حواله چې معلومه شوې چې دريواړه ملزمان دشرجيل ميمن نوکران دي