شرجيل ميمن وائي چې ايم کيو ايم فيصله افسوسناکه ده

مسلم ليګ ن او پيپلزپارټې د ايم کيو ايم لطرفه د سند بلدياتي انتخاباتو بائيکاټ په فيصلې رد عمل مخې ته راغلې، شرجيل ميمن وائي چې ايم کيو ايم فيصله افسوسناکه ده، مونږ غوښتل چې ايم کيو ايم اليکشن کښې برخه واخلي، داخله وزير رانا ثناالله وينا ده چې ايم کيو ايم د حلقه بندو لپاره ډير جدوجهد کړې، اليکشن کميشن آئيني ذمه واري وه چې حلقه بندې ئي درست کړې وے، بلخوا دجماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان وائي چې هر څوک تحفاظت لري ايم کيو ايم ته اليکشن کښې برخه اخېستل پکار وو

د سند اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وئيلي دي چې ايم کيو ايم د اليکشن نه بائيکاټ کولو فيصله افسوسناکه ده، زمونږ خواهش وو چې ايم کيو ايم په اليکشن کښې برخه واخلي او خلکو ته د اميدوار منتخب کولو حق ميلاؤ شي داخله وزير رانا ثناالله خپل رد عمل کښې اوئيل چې افسوس دې چې د کراچې لوئې سياسي ډلې د اليکشن بائيکاټ کړېدې، ايم کيو ايم د حلقه بندو لپاره لوئې جدوجهد کړېدې، آصف زرداري هم د دوي تحفظات تسليم کړېدې، اليکشن کميشن ته پکار وو چې حلقه بندې ئي درست کړې وے، اليکشن کميشن مخکښې هم په حلقه بندو ذمه واري نه دې پوره کړې، د ايم کيو ايم بائيکاټ سره به اليکشن عزت متاثره شي بلخوا جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمان اوئيل چې حلقه بندو، مردم شماري باندې مونږ هم اعتراض لرو، خواهش دې ايم کيو ايم اليکشن کښې برخه واخلي، پته به اولګې چي څوک چرته ولاړ دې، ايم کيو ايم ته اليکشن کښې برخه اخېستل پکار دې