شرح سود کښې يونيم فيصه اضافې وروستو دغه شرح اوس لس فيصده ته رسيدلې ده

0
21

سټيټ بينک آف پاکستان د راتلونکي دوه مياشتو لپاره د مانيټري پاليسۍ اعلان کړيدے ، مالياتي پاليسۍ ترمخه شرح سود کښې يونيم فيصه اضافې وروستو دغه شرح اوس لس فيصده ته رسيدلې ده
سټيټ بينک آف پاکستان لخوا جاري شوي اعلاميه کښې وئيلے شويدي چې مانيټري پاليسي کميټۍ په شرح سود کښې د يونيم سل بيسز پوائنټس اضافه کړېده ،
اعلاميې ترمخه راتلونکي دوه مياشتو لپاره د سود شرح اته نيم فيصده نه لس فيصده پورې سېوا کړے شويده
سټيټ بينک په خپل رپورټ کښې د ګرانۍ سېوا کيدو خدشه ظاهر کړې او په دې سلسله کښې ئې حکومت له د زرمبادله ذخائرو کمي په صورت کښې د ګرانۍ هدف لپاره فريم ورک جوړولو مشوره ورکړيده،
مرکزي بينک د مالياتي پاليسۍ فعال جوړولو او پائيدار نمو ماحول پيداکولو مشوره ئې هم ورکړې