شمالى وزيرستان متاثرينو واپسۍ دوئمه مرحله جارى ده

0
137

شمالى وزيرستان متاثرينو واپسۍ دوئمه مرحله جارى ده او د محمدخېل سيمې درې سوه شل کورنۍ خپلو سيمو ته واپس ليږلى شوى دى

شمالى وزيرستان پولټيکل انتظاميې چارواکو ترمخه د شمالى وزيرستان متاثرينو د واپسۍ دوئمه مرحله تيرې مياشتې شلمې نيټې نه شورو شوېده 
چارواکى وائى چې دې سلسله کښې د محمدخېل قبائل درې سوه شل خاندانونه د شورو په ورځ خپلو سيمو ته واپس ليږلى شوى دى
چارواکى زياتوى چې تر دې دمه د شمالى وزيرستان څلور زره اووه سوه  څلور اتيا متاثره کورنۍ خپلو خپلو سيمو ته واپسى کړېده
خپلو سيمو ته واپس تلونکى خاندانونو ته مفت ټرانسپورټ سهولت سره سره دوى له ويړيا راشن هم ورکولے شى