شمالى وزيرستان کښې دهشت ګردو سره نښته کښې د سيکورټى فورسز دوه اهلکاران شهيدان شوي

شمالى وزيرستان کښې دهشت ګردو سره نښته کښې د سيکورټى فورسز دوه اهلکاران شهيدان شوي

شمالى وزيرستان کښې د پاک پوځ او دهشت ګردو ترمينځه نښته رامينځ ته شوې ، ائى ايس پى ار وائى چې د ډزو په نتيجه کښې دوه ترهه ګر وژلې شوى او د سيکورټى فورسز دوه اهلکاران هم شهيدان شويدى
د ائى ايس پى ار مطابق د شمالى وزيرستان تحصيل بويا په چرخيل علاقه کښې د دهشت ګردو د موجودګۍ اطلاع وه چې پرې سيکورټى اهلکارو اپريشن شروع کړو
د ائى ايس پى ار مطابق د اپريشن دوران د ترهه ګرو او سيکورټى اهلکارو ترمينځه د ډزو تبادله اوشوه چې پکښې دوه دهشت ګردو اوژلې شو
ائى ايس پى ار زياتوى چې د ترهه ګرو په ډزو کښې دوه اهلکار هم شهيدان شوى چې نومنه ئې حوالدار شيرزمان او سپاهى محمد جواد دى