شمالى وزيرستان کښې د فضائى کاروائۍ دوران دولس ترهه ګر وژلى شوى

0
28
شمالى وزيرستان دته خېل تحصيل کښې د فضائى کاروائۍ دوران دولس ترهه ګر وژلى شوى دى،دې نه وړاندې هم په دغه سيمه کښې ريموټ کنټرول دهماکه کښې يو اهلکار هم په حق رسيدلے وو
سيکيورټى سرچينو مطابق جنګى جازونو د تحصيل دته خېل په مختلفو سيمو کښې د ترهه ګرو په سنګرونو بمبارى کړے
فضائى کاروائۍ کښې د ترهه ګرو څلور مرکزونه تباه کړى شوى دى او دغه مرکزونو کښې موجود دولس وسله وال وژلى شوى دى او ګڼ شمير ژوبل دى
دې نه وړاندې هم په دته خېل تحصيل کښې د پوځ په قافله ريموټ کنټرول چاودنه شوے وه چې په نتيجه کښې ئې يو اهلکار په حق رسيدلے وو او بل ژوبل وو
فضائى کاروائى د ريموټ کنټرول دهماکے بدله بللې کيږى
دته خېل تحصيل د شمالى وزيرستان هغه سمه ده چرته چې د ضرب عضب جنګ دوران ترهه ګرو او پوځ ته ټولو نه زياته مرګ ژوبله اوړيدلے  او دغه ځائې کښې جنګ له دوام لرى