شمالى وزيرستان کښې د مخامخ جهګړې په وخت څلور اهلکار شهيدان شوى

0
45
د شمالى وزيرستان تحصيل شوال په سرحدى علاقه منګړيتۍ کښې د مخامخ جهګړې په وخت د يو آفسر په ګډون څلور اهلکار شهيدان شوى، کاروائۍ کښې نولس ترهه ګر هم وژلى شوى دى
آئى ايس پى آر په خپله خبرپاڼه کښې وائى چې پوځ د شمالى وزيرستان سرحدى تحصيل شوال کښې زمينى کاروائۍ جارى ساتلے
هم د دغه کاروائۍ په وخت افغانستان سره تړلې منګړيتۍ سيمه کښې پوځ د ترهه ګرو يوه ډله ګيره کړه چې په تيښته کښې وه چې په دې دوران وسله والو په پوځ ډزې اوکړے
د ډزو په نتيجه کښې د يو آفسر په ګډون څلور اهلکار شهيدان شول
خبرپاڼه زياتوى چې د فورسز په ډزو نولس ترهه ګر ووژل شول او ګڼ شمير ژوبل دى
دې نه وړاندې دته خېل تحصيل کښې د سيکيورټى فورسز په ګاډى ريموټ کنټرول چاودنه شوے وه
په دغه پيښه کښې هم يو اهلکار په حق رسيدلے وو او بل ژوبل شوے وو