شمالى وزيرستان کښې د ټارګټ کلنګ تازه پيښه کښې يو ځوان په حق رسيدلې

دشمالي وزيرستان په کم سروبي سيمه کښي يو مقامي تن هدفي پيښه کښي وژلي شوي

دشمالى وزيرستان په ميرعلى سيمه کښې د ټارګټ کلنګ په تازه پيښه کښې يو بل ځوان په حق رسيدلې،او خور ئې زخمى شويده
دځائى چارواکو وينا مطابق د مير على تحصيل کينټ ايريا سره نزدې نقاب پوش وسله والو دعمران نومى ځوان کور ته دننه ورغلى او ناساپى ډزى ئې کړې ډ ډزو په نتيجه کښې عمران نومى ځوان په موقعه په حق رسيدلى او خور ئې ژوبل شويده
ژوبل شوى جينۍ علاج لپاره د ميرعلى ستر هسپتال ته رسولې شويده ،ياده دى وى چې په درى هفتو کښې د ټارګټ کلنګ اوومه پيښه ده چې پکښې اته تنه وژل شويدې دټارګټ کلنګ مخ په زياتيدونکى پيښو دسيمى اولس د فکرمندۍ اظهار کړې.