شمالي وزيرستان بے کوره شوي خلقود حکومت سره کامياب مذاکراتو نه پس دهرنا ختمه کړي

0
24

شمالي وزيرستان بے کوره شوي خلق خپل مطالبات منلو لپاره اسلام اباد ته رسيدلي او نيشنل پريس کلب مخي ته ئي دهرنا ورکړي وه، د حکومت سره کامياب مذاکراتو نه پس ئي دهرنا ختمه کړي
شمالي وزيرستان بے کوره شوي خلقو خپل مطالبات منلو لپاره اسلام اباد نيشنل پريس کلب مخي ته ئي احتجاج شروع کړي وو او دهرنا ئي ورکړي وه
د دوي غوښتني وي چي مونږ سره حکومت کړي وعدي خيري کړي او مونږ مشکلاتو طرفته هيڅ توجه نه ورکوي
وفاقي وزير مملکت شهريار افريدي سره شمالي وزيرستان احتجاج کونکو مشرانو کامياب مذاکرات شوي چي پکښي وزير مملکت په باور باندي دهرنا ختمه کړي شويده
خو دوي وينا وه چي که چري زمونږ سره بيا دهوکه اوشوه يا حکومت خپلو وعدو نه پشا شو نو بيا به راځو او دلته به دهرنا ورکوو