شمالي وزيرستان خړ کمر او شنه خوړه سيمو کښې د يوي ورځي نرمي نه پس بيا کرفيو نافذ کړے شويده

شمالي وزيرستان خړ کمر او شنه خوړه سيمو کښې د يوي ورځي نرمي نه پس بيا کرفيو نافذ کړے شويده، بلخوا خړ کمر واقعي کښې مړه او ژوبل کسانو ته د امدادي چيکونو نه ورکولو هدايات جاري کړے شويدي
ذرائع وائي چي د شمالي وزيرستان مختلفو سيمو کښې بيګا د لاوډ سپيکر د لاري اعلانات شوي وو، چي خړ کمر او شنه خوړه سيمو کښې به سحر شپږ بجو نه تر نامعلومه موده پوري کرفيو نافذ وي،
په خلکو غږ شوې چي د کرفيو دوران دي په خپلو کورونو کښي دننه اوسي او بهر دي نه رااوځي
بلخوا خړ کمر واقعه کښې مړه او ژوبل کسانو لپاره پښتونخوا حکومت طرف نه اعلان شوي امدادي پيکج اودرولو هم اعلان شوے،
سرچيني وائي چي صرف پنځه کسانو ته امدادي رقوم ورکړے شويدي
ياده دي وي چي صوبائي حکومت خړ کمر واقعه کښي مړه شوي پنځلس کسانو کورانيو ته د پنځه ويشت پنځه ويشت لکه او ژوبل کسانو لپاره د لس لس لکهه روپو اعلان کړې وو