شمالى وزيرستان ميرعلى تحصيل کښې په فورسز ريموټ کنټرول دهماکه کښې دوه اهلکار شهيدان شويدى
ذرائعو نه تر لاسه شوى معلوماتو مطابق د تحصيل ميرعلى په کم سروبى سيمه کښې په رزمک روډ د فورسز په ګاډى سړک غاړى خخ کړې شوي بارودى مواد چاوديدلى دى چې په نتيجه کښې ئې دوه اهلکار حوالدار عزيزالرحمان اوسپاهى محمد اجمل شهيدان شويدى
ذرائع وائى چې دهماکه ريموټ کنټرول وه او دا چې پيښه کښې ګاډے مکمل تباه شويدے،
د دهماکى روستو سيکورټى فورسز په علاقه کښې سرچ اپريشن هم کړيدې ولې د څۀ قسمه ګرفتارۍ خبر مخى ته نه دے راغلے.