شمالي وزيرستان کښې د زمکې په ملکيت جهګړه، درې کسان مړۀ او دولس ژوبل

0
37
شمالي وزيرستان کښې دهماکې په ترڅ کښې دوه سېکيورټي اهلکار شهيد

شمالى وزيرستان ميران شاه په بويا محمدخيل سيمه کښې دزمکى په شخړه د دوو فريقينو تر مينځه جهګړا کښې درى کسان مړه او دولس ژوبل شويدى
دضلعى انتظاميې چارواکو مطابق د بويا محمد خيلو علاقه کښې د زمکى په شخړه دوه فريقين يو بل سره په جهګړا شويدې دى دوران د تبرګو او چاړو په ګوزارونو د دوانړو فريقينو نه درى کسان مړه او دولس ژوبل شويدى
ژوبل اهلکار علاج لپاره ايجنسى هيډکوارټر هسپتال ميران شاه ته رسولى شويدى چرته چې د دوو نورو کسان حالت مرګونے ګنړلے کيږى
ضلعې انتظاميې د دوانړو فريقينو خلاف کاروائى کړى او شپږ کسان ئې نيولى دى او نور ترى تحقيقات روان دى.