شمالي وزيرستان کښې د سيکيورټي فورسز په ګاډي چاودنه کښې يو اهلکار شهيد شوے

0
35

شمالي وزيرستان کښې د سيکيورټي فورسز په ګاډي چاودنه شوې چې پکښې يو اهلکار شهيد شوے او دوئم ژوبل شويدے

تفصيلاتو ترمخه د شمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کښې د سيکيورټي فورسز ګاډے هغه په نخښه کړے شوه کله چې هغوي د معمول په ګشت وو
په چاودنه کښې يو سيکيورټي اهلکار په حق رسيدلے او دوئم ژوبل شويدے، ژوبل اهلکار په فوري توګه د هيلي کاپټر د لارې د پېښور سي ايم ايچ ته منتقل کړے شويدے
د پېښې وروستو سيکيورټي فورسز سيمه په ولقه کښې واخسته او سرچ آپريشن ئې شروع کړې